د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره د غوري سمنټو فابریکې ۲۱۰،۰۰۰ ټنه تولیدي سمنټ د ازادې سیالۍ له لارې پلور ته وړاندې کړي.هغه کسان، چې غواړي په دې ازاده سیالۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه، چې د کابل ښار ۱۵ ناحیې په قصبې سیمه کې واقع دی، د سمنټو د پلور شرط پاڼه ترلاسه کړي.ګډون کوونکي باید خپل وړاندیزونه د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته تر (شنبې) ۱۴۰۳/۰۳/۲۵ نېټې پورې وسپاري.انټرنټي او له نېټې وروسته لېږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د ازادې سیالۍ غونډه به د(شنبې) په ورځ ۱۴۰۳/۱۲/۲۵ نېټه، د سهار په ۱۰ بجو، د ملي پراختیا شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شي.
له دې فرصته په ګټه اخیستلو سره موږ ستاسې پاملرنې ته درناوی وړاندې کوو.