د قوش تېپې د ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر، د بلخ والي محمد داود مزمل، د ۲۰۹ الفتح د قول اردو قوماندان مولوي مطیع او یو شمېر نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال وویل: زموږ د نني سفر موخه د قوش‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت له پلان سره سم پر مخ روان دي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د قوش‌ تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی او زموږ د نني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه تر څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو، چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې تکمیلېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو.

د ریاست الوزراء اداري مرستال مولوي عبدالسلام حنفي د کانال له چارو څخه د لیدنې پرمهال وویل، ملي پراختیا شرکت د خپل مسلکي ټیم پرمټ ثابته کړه، چې افغانان دا وړتیا لري ترڅو په خپلو مټو د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدلو لپاره داسې سترې او حیاتي پروژې پلې کړي او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په راتلوونکي مالي کال کې هم د دې سترې پروژې لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئيس عبدالرحمن عطاش د قوش تېپې کانال ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو له راتګ څخه د مننې ترڅنګ وویل، اوس مهال د کانال د لومړي فاز چارې ۵۸ سلنه بشپړې شوي دي او ډاډ یې ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به د دې سترې او ملي پروژې چارې په ښه کیفیت او سرعت سره همداسې ګړندۍ ساتو.
د قوش تېپې کانال، چې د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، اوس مهال یې د لومړي فاز چارې د ۴۰۰۰ ماشینرۍ له لوري په خورا چټکۍ سره روانې دي او اوس مهال په دې پروژه کې له ۶۵۰۰ څخه ډېر کسان په کار بوخت دي.