چهارشنبه ۱۴لړم ۱۳۹۹
دا ودانۍ چې د کابل ښار اوومې ناحېې په جنګلک سیمه کې جوړیږي او شاوخوا پنځه نیم میلیارده افغانۍ پرې لګښت راځي د جمهوري ریاست ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې له لوري ورکول کیږي او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي.
د خوندي سندونو د مطبعې د ماشینري، تخنیکي او کاري وسایلو لګښت چې شاوخوا ۳۱.۱ میلیونه یورو کیږي د المان هیواد لخوا ورکول کیږي؛ فعالیت به ېې د اسنادونو د چاپ او ساتنې په برخه کې هیواد په ځان بسیا کړي.