شنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۰
د افغان پست ریاست یو شمیر مهمې برخې لکه: د ودانیو بیا رغونه، د اوبو رسونې سیستم، د فاضله اوبو سیستم، فرنیچر او انترنیټ د ملي پراختیا شرکت بنايي او افغاني ودانیز ریاستونو له لوري ترمیم او بیارغول شوي دي، چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکړل شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت د لسګونو ودانیزو پروژو د بیارغونې او ترمیم چارې په کابل او ولایتونو کې پیل کړي چې یو شمیر يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.