یکشنبه ۱۳تله ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې څه کم ۱۵۰ تنه تخنیکي کارکوونکو ته د روزنې او د هغوی د کاري وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ چې په ترڅ کې به ېې یاد شمیر کسان په ‌څلورو ډلو کې یو یو ورځ روزنه وویني په لار واچوه.
دا ورکشاپ چې نن یکشنبه د تلې میاشتې په ۱۳مه نیټه د ملي پراختیا شرکت په تالار کې د قرآن پاک د څو آیتونو له تلاوت وروسته، ددې شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق په وینا سره پرانیستل شو، پکې د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو رییس عبدالفتاح مخلص، د بنايي شرکت د پلان او انجنیرۍ آمر فرمان الله سیرت، د اورښت اوبو د مدیریت کولو پروژې آمر انجنیر عزت الله بدر او ددې پروژې ځینو مسئولینو او تخنیکي کارکوونکو پکې برخه درلوده.
ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق د ملي پراختیا شرکت له ټول کاري ټيم په خاصه توګه د اورښت اوبو مدیریت پروژې کاري پرسونل ته د روزنیز ورکشاپ د ورکړې په برخه کې ددې پروژې د آمر عزت الله بدر له دې نوښت څخه مننه وکړه او وېې ویل چې یاده پروژه یوه لنډ مهاله پروژه نه ده او دا د کابل د پاک او شین چاپيریال او شین کمربند لپاره لمړني ګامونه دي او باید ورته د یوې حیاتي پروژې په سترګه وکتل شي او په ښه او معیاري ډول پلې شي.
ورپسې د ملي پراختیا شرکت د بنايي شرکت د پلان او انجنیرۍ آمر فرمان الله سیرت د یادې پروژې د اهمیت او هدف اړوند وینا وکړه او وېې ویل چې یادې پروژې کې ډير شمیر خلکو ته کاري زمینه برابره شوې، چې باید ددې پروژې د اهمیت په اړه تخنیکي او کاري ټیم ته روزنه او خلکو ته عامه پوهاوي ورکول شي او داشان روزنیز ورکشاپونه باید وخت په وخت ورکړل شي.
د یادونې وړ ده دا پروژه چې د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ځمکې لاندې اوبو کچې د لوړولو، ښه چاپیریال رامنځته کولو او کاري بوختیا د رامنځته کولو په موخه په لاره اچول شوې، دمګړۍ په زرهاوو کارګر پکې په کار بوخت دي.