د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته په خپل سفر کې، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور، لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث ندا محمد ندیم، اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د قوش تېپې ستر او ملي کانال د لومړي فاز د بشپړېدو او د دویم فاز د پیل چارې د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې پرانېستلې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غونډې ته د وینا پر مهال وویل: د قوش تېپې کانال جوړول د افغانانو یوه ډېره پخوانۍ هیله وه، چې د اسلامي امارت له لوري پوره شوه او زموږ هڅه دا ده، چې د دې سترې پروژې پاتې چارې هم په ښه ډول پرمخ ولاړې شي.نوموړي زیاته کړه، ملي پراختیا شرکت د خپل غوره مدیریت له امله نړۍ حیرانه کړې، چې په افغاني کدرونو دومره سترې پروژې یې پیل کړې دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد په تاریخ کې یوازینۍ ستره پروژه ده، چې ټولې چارې(ډیزاین، تطبیق او بودیجه) یې په خپله د افغانانو له لوري پرمخ وړل کېږي او دا ډېر د فخر او ویاړ ځای دی.د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش وویل: شل کاله زموږ په هېواد کې دا فکر وو، تر څو بهرني متخصصین او بهرنۍ مرستې نه وي، هېڅ هم ممکن نه دي، چې موږ د دې فکر د لمنځه وړلو لپاره دا ستره پروژه پیل کړه، لله الحمد په بریالیتوب سره پرمخ روان یو او د قوش تېپې کانال لومړی فاز مو شپږ میاشتې وړاندې له ټاکل شوې نېټې څخه بشپړ کړ.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې افغان ولس ته د قوش تېپې کانال د لومړي فاز بشپړېدو د مبارکۍ تر څنګ د ملي پراختیا شرکت په ځانګړې توګه د ملي شرکت له رئیس محترم عبدالرحمن عطاش څخه مننه وکړه، چې د قوش تېپې کانال چارې یې په داسې حال کې پیل کړې، چې د نړیوالو له نظره موږ لوېدلي وو، خو نوموړي په لوړ همت سره پیل او تر بریاوو یې ورسولې.
نوموړي زیاته کړه، موږ د دې سترې پروژې د پاتې چارو د پرمخ وړلو په برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته د پخوا په څېر چمتو یو.
د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل: یو نیم کال وړاندې قوش تېپه یو خوب او خیال وو، چې اسلامي امارت په ځانګړې ملي پراختیا شرکت د افغانانو دا خوب په حقیقت بدل کړ.
نوموړي زیاته کړه، موږ محترم ملا عبدالغني برادر او محترم عبدالرحمن عطاش ته ډاډ ورکوو، چې ملي او اسلامي اردو به ستاسو امنیت په کامله توګه ټینګوي او تاسو په ډاډه زړه خپلې چارې پرمخ وړئ.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل: د آمو په سیند کې د افغانستان حق معلوم دی، چې د قوش تېپې کانال په کیندلو سره موږ د خپلې برخې اوبو یوه اندازه راخلو، موږ نه د چا پر حقوقو تجاوز کوو او نه خپل حق چاته پرېښودلی شو.د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وويل: د قوش تېپې کانال سره به د حیرتانو سوځوونکې دښتې زرغونې او ان شاءالله زموږ کرنه به معیاري او ځان بسیاینې ته ورسېږي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره ښې او د متقابل احترام اړیکې غواړي او د ستونزې د حل یوازینۍ مرجع خبرې او تفاهم بولو.
د بلخ ولایت د علماوو شورا رئیس وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د جنګ او جګړو پر ځای سترې اقتصادي پروژې پیل شوي دي، چې علماء او ولسونه یې د هر کلي تر څنګ هر راز مرسته او همکاري کوي.د بلخ والي په خپلو خبرو کې راغلي لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د قوش تېپې سترې پروژې د پاتې چارو د پرمخ وړلو په بهیر کې د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې موږ به د خپلو وینو پرمټ له دې پروژې ملاتړ کوو.د یادولو وړ دی، د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د هېواد په تاریخ کې یوه ستره پروژه ده، دا ستره پروژه په درې فازونو وېشل شوې ده، چې د لومړي فاز چارې یې یو نیم کال وړاندې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې وې، چې نن یې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بشپړې او د دویم فاز چارې یې عملاً پیل شوې.