شنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۰
د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو کې د کوید ۱۹ پنځوس بستریز روغتون د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: د بستر خونې، عملیات خونه، بیړنې څانګه، لابراتوار، درملتون، ایکسرې او نورو اړینو څانګو په درلودلو سره جوړ شوی دی.
ددې روغتون مالي لګښت يې د عامې روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوی دی.
دا روغتون په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې په دې وروستیو کې دغه شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره مجهز روغتونونه جوړ کړي دي.