شنبه۱۲تله ۱۳۹۹
د بامیان والي سید انور رحمتي او ددې ولایت یوشمیر لوړ پوړو چارواکو تیره پنجشنبې ورځ په دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د پلې کیدونکو پروژو له کاري بهیره له نږدې لیدنه وکړه.
ښاغلي سید انور رحمتي او ورسره مل چارواکو د پروژو معیاري کارونه او ودانیزې چارې وستایلې او له مسئولینو څخه ېې په کار کې د چټکتیا غوښتنه وکړه.
دا ټول ګټې پروژې چې جوماتونه، ټولنیز صالونونه او ورزشي جمنازیم په څير ۱۴ ودانۍ په ځان کې رانغاړي او مالي لګښټ ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي، د ملي پراختیا شرکت د کاري پرسونل لخوا پرې کارونه روان دي چې ډير ژر به یو له بل پسې بشپړې شي او همدا راز د ناروغانو او ناروغ لروونکو د استفادې لپاره دوه انتظار خونې د کارونو له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوي هم دي.
دمګړۍ په بامیان ولایت کې په یادو پروژو کې لسهاوو تنه ماهر او غیرې ماهره کسان په کار بوخت دي او ددې ولایت اوسیدونکي د پروژو له پلې کیدو او کاري بهیر څخه خوښ دي.