سه شنبه ۹مرغومی ۱۳۹۹
دا جومات چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي، د چت د پوښښ لپاره چمتو شوی دی.
د جومات ودانیز کارونه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په علیزايي کلي کې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت روان دي چې د هوا په ګرمیدو او کاري چټکتیا سره به ډير ژر بشپړ او پرانیستل شي.
ددې ترڅنګ په بلخ ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د یو شمیر نورو ودانیزو پروژو، ودانیز کارونه هم پرمخ وړل کیږي.