دوشنبه ۲۸ تله ۱۳۹۹
په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت پورې د اړوند، هلمند ودانیز ریاست ملکیت ( کوکچې پروژې) شاوخوا ۱۳۰۰جریبه ځمکه چې د ځینو ځایي زورواکو لخوا غصب شوې وه، د تخار ولایتي چارواکو په همکارۍ، ملي پراختیا شرکت د مسئولینو په هڅو له غصب څخه خلاصه او استرداد شوه.
یاده ځمکه د کوکچې سیند ته څيرمه موقعیت لري او د کوکچې پروژې د هغې ۴۹زره جریبه ځمکې اړونده ده، چې د سردار محمد داود خان په واکمنې کې د کرنې لپاره پرې کارونه پیل شول؛ لس زره جریبه ېې چې وړاندې د غونډیو په څیر وه آواره او له ډلې ېې شاوخوا ۳۵۰۰ جریبه ځمکه کانال بندي او کرنې لپاره چمتو شوه.
د تخار ولایت چې د افغانستان شمال ختیځ لور ته پروت دی یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې اقلیم ېې د کیلو، لیمو، املوکو، انارو او ډير شمیر نورو میوو او سبزیو د کرلې لپاره مناسب دی او اوس د ملي پراختیا شرکت د کوکچې پروژې خړوبول او بیا کار پیل د خپلو پلانونو برخه ګرځولې څو په مناسبو شرایطو کې طرحه شوي پلان ته د پلې کیدو زمینه برابره کړي.