شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د ترکو او قلعه افضل کا نالونه چې د کمال خان بند له اصلي کانالونو څخه شمیرل کیږي د جوړیدو چارې یې د پرمختګ په حال کې دي.
ددغه کانالونو عملي چارې ۶۶ سلنه مخته تللي او په ډیری برخو کې د کیندنې او ډکونې چارې بشپړې شوي دي.
د ترکو او قلعه افضل کانالونو په جوړیدو سره به د ۴۹ زره هکټاره شاړه ځمکې د خړوبولو اودغه راز د کرنې پراختیا ترڅنګ په نیمروز ولایت کې د کارموندنې زمینه هم برابره شي.
دغه کانالونه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لورې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي.
کمال خان بند په افغانستان کې یوه له لویو پروژه څخه شمیرل کیږي چې څو میاشتې مخکې یې د اوبو ذخیره کولو لړۍ پیل شوې ده.