چهارشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د ننګرهار ولایت دور بابا ولسوالۍ اړوند د تورخم ګمرک سړک د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري پیل شوې.
دغه سړک ۵۳۱ متره اوږدوالی لري چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
د تورخم ګمرک سړک په پروژه کې د ۴۲ پلونو جوړول هم شامل دي چې عملي چارې ۴ سلنه پرمخ تللي دي.
ددې سړک په جوړیدو سره به د مسافرو او بار وړونکو موټرو د تګ را تګ ستونزې ترډیره بریده راکمې شي.