چهارشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰
د پروان ولایت مرکز چاریکار کې د توغبیردي ښوونځي چارې بشپړې شوي او ډیرژربه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ښوونځی چې ۶۴۰ متر مربع مساحت لري د ټولو امکانات په درلودلو لکه ۱۶ درسي خونې، د څښلواوبو ذخیره، د ساتونکو لپاره خونې او پیاده روونه په دریو پوړونو کې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړشوی دی.
دا ښوونځی په داسې حال کې پرانستل کیږي چې د ملي پراختیا شرکت له لورې په بیلابیلو ولایتونو کې د یوشمیر نورو ښوونځیو رغنیزي چارې هم روانې دي.