د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا رییس وحیدالله رحمدل د جبل السراج د سمنټو فابریکې له کارونو او اساسي ترمیماتو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د کارونو له جریان څخه ېې خوښي وښوده.
ښاغلي رحمدل د فابریکې د تولیدي کچې د سمون، پراختیا او ظرفیت لوړونې او اساسي ترمیماتو په اړوند برخو کې د فابریکې له مسئولینو سره خبرې وکړې، ستونزې وڅیړلې او د حل لپاره ېې د هر راز ډاډ ترڅنګ مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې او په ټولیز ډول ېې د ترمیماتو کارونه او پرمختګ ښه وارزاوه.
د ترمیماتو لپاره قطعات یا د سمنټو د فابریکې پرزې چې باید له چکسلواکیا هیواد نه راوړل شوې وی، په خپل هیواد کې دننه د غوري سمنټو فابریکه کې تولید او جوړې شوي او د غوري سمنټو د فابریکې د تخنیکي ټيم په مرسته، د جبل السراج د سمنټو په فابریکه کې نصب شوي چې ښه پایله ېې ورکړې.
د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا د رییس وحیدالله رحمدل په وینا د فابریکې د اساسي ترمیماتو نږدې ۶۵سلنه کارونه بشپړ شوي او تمه ده چې د دوه وو میاشتو په ترڅ کې پاتې کارونه هم بشپړ شي چې ورسره به د جبل السراج د سمنټو فابریکې تولیدات څلور چندو ته لوړ شي، چې د فابریکې په اقتصاد او په کورنیو تولیداتو به ښه اغیز وکړي.