یکشنبه ۶تله ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی عبدالقادر مخلص او ښاغلی محمد شاپور عمار د جبل السراج سمنټو فابریکې د رییس او مرستیال په توګه وټاکل شول.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې ددې فابریکې په ریاست کې جوړه شوې وه، د یادې فابریکې د یو شمېر مسئولینو او کارکوونکو سربیره، د ملي پراختیا شرکت دفتر مشر وحیدالله رحمدل او ددي شرکت د ګمارنې آمر محب الرحمن رحیمي، د پروان ولایت د بشري سرچینو رییس نذیر پویا، د جبل السراج ولسوال سیف الله بیدار او ددې ولایت یوشمیر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.
ښاغلي شاه پور د حکومت او ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې د چارو د ښه تر سره کولو او ددې فابریکو د لا پراختیا او وړتیا لوړونې لپاره به په خپل ټول توان سره هڅه او کوښښ وکړي.
محمد شاه پور چې د ماستړۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او په دولتي ادارو کې پراخه کاري او مدیریتي تجربه لري، د جبل السراج سمنټو د شرکت رییس په توګه ګمارل ېې کولی شي ددې فابریکې چارې او پراختیا لا پسې ګړندۍ کړي.