چهار شنبه ۳ مرغومې ۱۳۹۹
په هغه غونډه کې چې نن د پروان ولایت د جبل السراج سمنتو فابربکه کې تره شوه، په ترڅ کې ېې ددې فابریکې د تولیدي ظرفیت د څرنګوالي په تړاو معلومات او له ځینو کارمندانو څخه ېې د ستاینلیکونو په ډالۍ کولو سره ستاینه وشوه.
په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ورسر مل پلاوي، د پروان والي فضل الدین عیار، د جبل السراج سمنټو فابریکې رییس عبدالقادر مخلص، د ولایتي شورا مشر عبدالشکور شکوري، د دې ولایت د امنیت رییس، ولسوال، د ولسوالیو شوراګانو وکیلانو، خبریالانو، قو مي مشرانو او ددې ولایت نورو سیمه ایزو چارواکو ګډون کړی وو.
په سر کې د جبل السراج فابریکې رییس د فابریکې د تاریخ، تولید او پراختیا په تړاو معلومات ورکړل او وېې ویل چې هڅه کیږي د دې فابریکې تولیدي ظرفیت لوړ کړي.
ورپسې د پروان والي د ملي پراختیا شرکت او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته ېې کړه چې حکومت غواړي د تازه ماشینونو او وسایلو په اخیستو سره د جبل السراج فابریکې تولیدي ظرفیت لوړ او د هیواد په کچه ېې په یوې پیاوړې فابریکې بدله کړي.
د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا مرستیال ښاغلي عبدالمومن منصور په خپل وار سره وویل چې د ملي پراختیا شرکت هڅه کوي ددې فابریکې د تولیدي وړتیار ترڅنګ، یوه نوې فابریکه هم جوړه کړي چې ددې ولایت د ودې او پراختیا ترڅنګ به، ولس ته د کاري فرصتونو د پیدا کولو لامل شي.
په پای کې یو شمیر مسئولینو او کارمندانو ته د پروان ولایت مقام لخوا ساینلیکونه ډالۍ شول او له هغې وروسته د پټۍ په پرې کولو سره د فابریکې فعالیتونه چې له یو څه مودې راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله دریدلي وو له سره پیل شول.
د یادونې وړ ده د جبل السراج فابریکه چې په ورځ کې د سل ټنو سمنټو په تولیدي وړتیا جوړه شوې وه، د ماشین آلاتو او وسایلو د زړښت له امله ېې دا وړتیا له لاسه ورکړې وه، خو د ملي پراختیا شرکت سره ېې له ادغام وروسته ورځنی تولید له شلو ټنو څخه نږدې اویا ټنو ته رسیدلی دی.