د کندز ولایت په مرکز کې د حاجي شهید تاریخي جومات د بیارغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت لخوا پیل شول.
دا تاریخي جومات چې د کندز ښار شمال خوا ته، بالاحصار لرغونې تپې او سرې میاشتې ته څيرمه موقعیت لري او ۷۱۰۰متره مربع سیمه ېې احتوا کړې، شاوخوا ۵۰۰کلن قدامت لري.
ددې جومات د بیارغونې او ترمیم چارې د کابو ۱۲میلیونه افغانیو په مالي لګښت چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ورکول کیږي، د ملي پراختیا شرکت د کاري ټيم لخوا پرمخ وړل کیږي او تمه ده له یو کال نه په کمه موده کې پای ته ورسیږي.
د یادونې وړده چې د جومات په انګړ کې یو تاریخي حوض هم شته چې د ترمیم لپاره ېې د بودیجې له منظوریدو وروسته به پرې کارونه پیل شي.