د دوشنبې په ورځ د ۹/۱۱/۱۴۴۴ نېټه د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش په مشرۍ د حیرتانو کرنیز او صنعتي کمپلکسونو د طرحې جوړولو کمېټې لومړنۍ غونډه د ملي پراختیا شرکت د غونډو په تالار کې وشوه، چې په دې غونډه کې د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او تجارت، کور جوړولو وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست استازو ګډون کړی وو.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د حیرتانو کرنیز او صنعتي کمپلکسونه یوه مهمه او اړینه پروژه وبلله او زیاته یې کړه، ټول اړونده ارګانونه باید یو بل ته لاس ورکړو په ګډه سره دا ستره او ملي پرژوه پلې کړو تر څو نورو ته له لاس نیوي خلاص او هېواد مو د کرنې له اړخه په ځان بسیا شي.
همدارنګه په غونډه کې له بحث وروسته دوه کمېټې جوړې شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازي تر مشرۍ لاندې د کرنیز کمپلکس د طرحې جوړولو کمېټه، د صنعت او تجارت وزارت د استازي تر مشرۍ لاندې د صنعتي کمپلکس د طرحې جوړولو کمېټه او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو استازي به د کمېټو د غړو په ډول ور سره وي، چې د دې کمېټو مشري به د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش پر غاړه وي.
د یادولو وړ دی، د ا.ا.ا رئیس الوزراء د درانه مقام د حکم له مخې، د قوش تېپې کانال له اوبو څخه په اغېزمنه توګه د ګټې اخیستنې لپاره د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ګمارل شوی وو، د مولوي عبدالسلام حنفي له لوري د دې چارې د پرمخ وړلو لپاره درې عمومي کمېټې د بېلا بېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو له استازو څخه جوړې شوې، چې د کمپلکسونو د طرحې جوړولو کمېټې مشر یې عبدالرحمن عطاش وټاکلو.