سه شنبه ۱۴ سلواغه ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د افغان ولسمشر په لارښوونه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو په بڼونو کې له پنځوس زرو ډيرو کارګرو ته د کار زمینه برابره او د کار په بدل کې غنم ورکول کیږي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسوولین وایي دغه پروګرام چې د زیتونو په څلورګونو فارمونو کې پېل شوی، له لارې به يې ۵۴ زره کسان په کې په کار بوخت شي او د کار په بدل کې به د ورځې هر تن ته ۷کیلو ګرامه غنم ورکول شي.
دا کارګر د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) په اړوند زیتون بڼونو کې په شاخ برۍ، چونه کارۍ، ویالو ویستو او داسې نورو اړینو چارو بوخت دي، چې له یوې خوا دا چاره د زیتون او نورو بڼونو د حاصلاتو د ډیروالي لامل او له بل پلوه له بې کارۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تمامیږي.