یکشنبه ۳ کب ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال په څلورګونو فارمونو کې د خوړو په بدل کې د روان پروګرام له لارې پرکارګرو دغنمو ویش لړۍ د هډې فارم امریت څخه پېل شوۍ.
د هډې فارم مسئولین وايې چې ۵۴۱ تنو روزمزد کارګرانو د یوې میاشتې په موده کې ۹۸ ټنه غنم وویشل شوه.
دغه روزمزد کارگران د هډې فارم امریت د زېتون بڼونو، خرما بڼ، عبدالخېلو ساحه او نورو بلاکونو کې ټول اګروتخنیکي فعالیتونه لکه شاخه بري ، نرمکاري، سرې ورکوونه، ملهمکاري، چونه کاري او نور فعالیتونه د موظفو او مسلکي انجنیرانو تر نظارت لاندې ترسره کول.
هېره دې نه وي د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې به شاوخوا ۵۴ زره کسانو ته د ورځې یو من غنمو په بدل کې د کار زمینه برابره شوی .