دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د کابل ښار د ۱۱ او ۱۷ ناحیې د سړک جوړولو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې تراوسه يې ۲۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
یا د نوی جوړیدونکی سړک چې په دواړو فازونو کې ۸ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري د ۱۱ ناحیې له ۳۱۵ سیمې څخه دمنشي میرغلام تر ښارګوټي پورې غځیدلی دی.
دغه سړک د ملي پراختیا شرکت افغاني وادنیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول ورکول کیږي.
ددې سړک په جوړیدو سره به د شمال لویې لارې ترافیکي ګڼه ګوڼه ترډیره بریده راکمه او خلکو ته به دتګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.