سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق، د تولید او تجارتي چارودهمغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي اوددې شرکت یوشیمر ریاستونو مسؤلینونن سه شنبه د ملي پروژې (دارالامان اداري کمپلکس) د کار له جریان څخه لیدنه وکړه او ددې پروژې د لاښه تطبیق په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس د کار له جریان څخه د لیدو پرمهال اړونده مسؤلینوته سپارښتنه وکړه؛ څو د پروژې د ژر تطبیق په موخه کارونه پردوه شفتونو تقسیم کړي اوپه عملي چاروکې کیفیت، سرعت، دقت او صداقت په پام کې ونیسي .
د دارالامان اداري کمپلکس چې دهیواد په کچه لوی کمپلکس ده اوسمهال یې رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي چې مالي لګښت یې د مالیې وزارت لخوا ورکول کیږي.
ددې اداري کمپلکس د جوړیدو موخه د ټولو دولتي ادارو همغږي کول، هیواد والوته د آسانتیاوو برابرول او د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا ته وده ورکول په ګوته شوي دي.