دوشنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت پکتیکا کې د یو شمیر نورو ودانیزو پروژو د پلې کولو تر څنګ، په مرکز ښرنه کې د یو باب دولس ټولګي ښوونځي ودانیز کارونه هم پای ته رسولي.
د دې ښوونځي ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت لخوا پرمخ وړل شوي دي.
دا ښوونځی د مرکز ښرنې په خواجه خیلو کې په نږدې ۱۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په دوه پوړیز شکل جوړ شوی؛ له ۱۲ درسي ټولګیو سربیره، کتابتون، کمپیوټر خونه، ادارې خونې، تشنابونه او نورې اړینې برخې لري.
####