چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د رستم تخت محافظی دیوال چې د سنمګان ولایت مرکز ابیک ښار کې موقیعیت لري د جوړولو چارې يې څه موده وړاندي د ملي پراختیا شرکت د افغاني وادنیز ریاست له لورې پیل شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه دیوال چې ۴۶۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري چې مالي لګښت ېي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې ورکول کیږي.
د یادونې وړده چې دغه تخت د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی چې د تاریخ له مشهورو ځایونو څخه شمیرل کیږي چې هر کال ګنل شمیر سیلانیان ددې لرغونې سیمې د لیدلو په موخه سمنګان ولایت ته ورځي.