د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند د ملي پراختیا شرکت له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او د هېواد د بیارغونې په برخه کې یې د دې شرکت کړنې وستایلې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند وویل: ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې سترې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخند د ملي پراختیا شرکت د هڅو د ستاینې تر څنګ له خپل اړخه د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د محترم ملا عبدالغني برادر آخند له راتګ مننه وکړه او ډاډ یې ور کړ، چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدلو لپاره ستر پلانونه لري او په ځینو یې عملاً کار روان دی.