نیته ۱۴۰۳/۷/۵
 د زابل ولایت د توري بند د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو، د سیمه ییزو چارواکو او ځانګړو مېلمانو پر ګډون پرانیستل شو.

دا بند د زابل ولایت مرکز کلات ښار څخه په څلور (۴) کیلومترۍ کې پروت دی او ملکیت یې د اوبو او انرژۍ محترم وزارت پورې اړوند دی. د توري بند د اړوندو ودانيو چې په هغه کې د بند بنسټ، برېښنا خونه، خدماتي او بيړنۍ برج شامل دي، ودانېزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت له خوا د ١۴٠١ کال د سلواغې د مياشتې په ٩ نيټه پيل او د نوموړي بند ودانېزې چارې د ۱۴۰۳ کال د سلواغې مياشتې په ٣١ نېټه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل  شو.

د توري بند د جوړېدو موخه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د موسمي اوبو د ذیرمه کولو او همدارنګه د ځمکې لاندې د تعذیې په پار اوبه ذېرمه کول دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه بند لوړوالى له سمندر څخه تر خپلې څوکې پورې ٢٣ متره دى او د ٢،٩ ميليونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، د ٥٦٠ هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ٦١ کيلوواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.