د زابل ولایت د تورې بند د جوړونې چارې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر مولوي عبدالطیف منصور، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو، دیني علماوو او قومي مشرانو له لوري رسماً پيل شوې.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل؛ د زابل درنو ولسونو ته ډاډ ورکوم، چې ملي پراختیا شرکت به د تېر په څېر د خپل مسلکي او په کار پوه ټیم پرمټ د دې بند چارې په ښه کیفیت او په ګړندۍ توګه سرته رسوي.
ښاغلي عادل زیاته کړه؛ د دې بند طرح، ډیزاین او تطبیق د افغاني انجنیرانو لوري پرمخ وړل کېږي، چې مالي ملاتړ یې هم د هېواد له ملي بودیجې څخه کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور وویل؛ د زابل ولایت د غیرتي او مجاهد ولس د غوښتنو په اساس او د دوی د قربانیو څخه د قدرداني پخاطر د ا.ا.ا مشرتابه غوره وګڼله، چې د تورې بند د جوړونې چارې پیل شي او د همدې مېړني او مجاهد ولس هیلې په حقیقت بدلې شي.
ښاغلي منصور زیاته کړه، ا.ا.ا د ولس ټولو اساسي غوښتنو ته ژمن دی او هره کړنه په عمل کې ثابتوي، چې ښې بېلګې یې د قوش تېپې کانال، کمال خان بند د کانالونو جوړول، د کجکي بند د برېښنا د ظرفیت لوړول او په زابل کې د تورې بند د جوړونې چارو پیلېدل دي.
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر وویل؛ د خوښۍ ځای دی، چې د تورې بند د جوړونې په پار راټول شوي یو او د ا.ا.ا له مشرتابه څخه مننه کوم، چې د زابلیانو اساسي غوښتنو ته یې لبیک ووایه او همدارنګه له زابلي ولسونو څخه غوښتنه کوم، چې د دې بند د وسایلو، وسايطو او پرسونل په ساتنه کې له دولت سره پوره همکاري وکړي.
د یادولو وړ دی، د تورې بند ۲۵ متره جګوالی، ۷۰ متره اوږدوالی لري او ۲.۹ میلیونه متره معکبه اوبه ذخیره کوي، چې د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لرلو سر بېره به ۶۰۰ هکټاره کرنیره ځمکه هم خړوبه کړي.