یکشنبه ۳ زمري ۱۴۰۰
د زابل ولایت د لیلېې رغنیزې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه لیلیه په ۲۲۰۰ متر مربع ځمکه په شپږو پوړونو کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنو محصلېنو د ځایدو وړتیا ولري.
د زابل پوهنتون لیلیه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي او مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړه اداره ورکوي، چې تردې مهاله یې ۷۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو ولایتونو کې لسګونه لیلیې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.