سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰
د زینب سینما تالارد بیارغونې چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري، د ښځوچارو وزارت په مالي لګښت پیل شوې.
هغه برخې چې په دې پروژه کې ترمیمیږي: د زینب سینما تالار ترمیمول،د تالار سټیج ، د چوکیو او میزونو نصبول،کافي شاپ، لایټینګ سیستم، میخانیک اوفاضله اوبو سیستم او اوبو رسولوسیستم په کې شامل دي.
زینب سینماد ښځو چارو وزارت په انګړکې موقیعت لري او په کابل کې دښځو اړوند یوازینی هنري مرکز دی چې په یو وخت کې د ۵۵۰ تنه دځایدو ظرفیت لري.