سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰
د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد کې د سالار باغ جامع جومات جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جومات چې په دوو پوړونو کې جوړیږي، شنه ساحه،اوبو ذخیره، احاطوی دیوال، پلې لارې او مجهز تشنابونه لري چې په یو وخت کې د۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري.
دغه جومات چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونو او ولسوالیو کې لسګونه جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.