یکشنبه۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰
دافغانستان د لومړي جمهور رئیس سردار محمد داودخان مقبره د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لورې جوړیږي چې ۸۰ سلنه چارې يې بشپړې شوي او ډیر ژر به يې کارونه پای ته ورسیږي.
دغه مقبره د کابل په تاج بیک تپه باندي جوړیږي، درې لوی تالارونه، دوه کتابتونونه او دوه نندارتنونه لري چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
د سردار محمد داودخان مقبره په داسې حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې دغه شرکت په ټول افغانستان کې دلسګونو تاریخی ځایونو د بیا رغولو او رغنیزو چارو پلي کولو مسولیت لري.