شنبه ۱۹ چنګاښ۱۴۰۰
ملي پراختیا شرکت د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت په اساس، د اوبو منابعو نه د ګټې اخیستلو، د وارداتو کمول او د برق ستونزې د حل په موخه د کابل ولایت سروبي ۲ بندعملي چارې په سروبي ولسوالۍ کې پیل کړي.
دغه بند د ۱۸۰ میګاواټه بريښنا د تولید وړتیا لري چې مالي لګښت يې د ملي پراختیا شرکت له خوا ورکول کیږي اورغنیزې چارې یې د همدې شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست پرغاړه لري.
د سروبي ۲ بند دجوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري په داسي حال کې پیل کیدونکې دي چې کابل ښار د بریښنا له کمبود سره مخ دی او ددې بند په جوړولو سره به د پلازمینې دا ستونزه ترډیره بریده هواره شي.