شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت اړوند د شمال د ډبرو سکرو تخنیکي ټیم، په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو درلودونکو سیمو (قلعه چه او شیخاني) کې د جیولوژیکي امکان سنجونې مطالعات تثبیت او پیل کړي دي.
ددې ټیم په وینا: د کان کیندنې د تجهیزاتو او د تخنیکي اړتیاوو له چمتو کولو سره هم مهاله به دوی، د دې ولایت د روی دوآب ولسوالۍ د سکرو درلودونکو یادو دوه سیمو کې، د کیندنې کارونه پيل کړي.
لکه څنګه چې په آبخورک سیمه کې د کان کیندنې کارونه د استخراج مرحله کې دي او امکان لري چې ګټور ژوند یې په راتلونکي یو کال کې بشپړ شي؛ نو له همدې امله اړینه ده چې، قلعه چه او شیخاني سیمو کې د کان کیدنې عملیات دوام پیدا کړي.
د یادونې وړ ده چې د قلعه چې او شیخاني سکرو درلودونکې سیمې د آبخورک معدني ساحې ته څیرمه موقعیت لري او په حقیقت کې دا معدني سیمې د آبخورک د ډبرو سکرو د طبقاتو دوام دی.
د قلعه چه او شیخاني د ډبرو سکرو درلودونکو سیمو پراختیايي عملیات او تخنیکي کار پیل به لسګونو ځایي بیوزلو او بې بوختیا خلکو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي او د شمال ډبرو سکرو شرکت عایدات به هم لوړ کړي.