سه شنبه ۱تله ۱۳۹۹
نن د بغلان ولایت د شمال د ډبرو سکرو شرکت په ریاست کې ددې شرکت د مشر ریاض الدین شریفي، تخنیکي ټيم، رسنیو او ځايي مسئولینو په شتون کې، ددې شرکت د تخنیکي ټيم لخوا د پنځو طراحي او بسته بندي شوو دستګاوو څخه پرانیسته او مخ کتنه وشوه.
دا دستګاوې چې له پخوا جوړو شوو تخنیکي او میخانیکي پرزو څخه د شمال د ډبرو سکرو د افغان تخنیکي ټيم په ابتکار جوړې او طراحي شوي، په کانونو کې د ىو واګون او دوه واګونه کشولو ماشىنونه، د برىښنايي او ډىزلي کمپرىسور دستګاوې، د مصرفي بريښنا او د لوړ تناژ ترازو دستګاوې دي چې هره ىوه ېې کولی شي د کان کیندنې چارې ګړندۍ کړي.
د شمال د ډبرو سکرو مشر ریاض الدین شریفي د خپل تخنیکي ټیم له دې ابتکاره خوښي وښوده او وېې ویل چې دا کار به نورو هیواد ته د کانونو اړوند تخنیکي وسایلو په برخه کې ددوی لاس لنډ کړي او نور به دوی اړ نه وي چې یاد وسایل او دستګاوې په لوړه بیه له نورو هیوادونو څخه وارد کړي.
بل پلو د شمال د ډبرو سکرو تخنیکي ټيم وايي چې دوی هغه دستګاوې چې له نورو هیوادنو څخه به په زرهاوو ډالروو پیرودل کیدې او هیواد ته ېې راوړو ډیر وخت هم نیوه، په څو زرو افغانیو جوړې کړي چې هم پیاوړې او هم له لوړ کیفیت څخه برخمندې دي.