پنجشنبه ۲۱ وږی ۱۳۹۹
د شمال د ډبرو سکرو کان رهبرۍ د پلان او پلانګذارۍ تر نامه لاندې د یو ورځني سیمینار په ترڅ کې ددې کان ۳۰تنو مدیرانو او کارکوونکو ته، د کاري او عملیاتي پلانونه عملي او تیوري روزنه ورکړه.
دا پروګرام چې نن پنجشنبه د روان کال د وږي میاشتې په ۲۱مه نیټه د ریاض الدین شریفي لخوا وړاندې شو، پکې د یوې ښې پلانګذارۍ مزایاوې او ځانګړتیاوې تر بحث لاندې ونیول شوې.
ددې کان کارکوونکي د سیمینار د دایرولو په هکله د شمال د ډبرو سکرو کان د مشر له دې نوښت څخه خوښ دي او دا کار د خپلو کاري وړتیاوو په لوړونه کې خورا اړین بولي.