پنجشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت کې د شینوارو ولسوالۍ د هسکې مینې جودرې کلي جومات له بیا ودانیدو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د دې جومات په پرانیست غونډه کې د ننګرهار والي، یو شمیر ولایتي او ځايي دولتي چارواکو، دې پروژه کې د ملي پراختیا شرکت ځايي مسئولینو، قومي مخورو، سپینږیرو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړه ده دا جومات چې تیر کال د تلې میاشت کې د یوې چاودنې په پایله کې له منځه تللی وو او لسګونه لمونځ کوونکي پکې شهیدان شول؛ د ملي پراختیا شرکت، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ په بنسټیزه توګه بیا له سره ودان کړ.