دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د غزني ولایت مرکز قلعه جوز سیمه کې دسل بستریز روغتون د جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون په ۱۶ جریبه ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د عامې روغتیا وزارت له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي.
یاد روغتون له نړيوالو معيارونو سره سم په پنځو بلاکونو کې د ټولو اړینو امکاناتو په درلودو سره لکه: بیړنۍ څانګې، عملیات خونه، عمومي داخله او جراحي څانګې، اورتوپیدي، لابراتوار، دوینې بانک، اکسرې، التراساوند، غوږ او ستوني، عقلی و عصبی، فزیوترافی، واکسین څانګه، درملتون او نورې بیلابیلې اړینې برخې لري ودانیږي، چې تردې مهاله یې د جوړیدو چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي.
د غزني ولایت اوسیدونکي وایي چې ددې روغتون په جوړیدو سره به د مرکز او ولسوالیو د اوسیدونکو روغتیایي ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.