شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰
د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ دامام ابوحنیفه(رح) جامع جومات د جوړیدو چارې چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، دپام وړ پرمختګ کړی.
دغه جومات په ۳ زره متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۴۵۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري.
د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت تردې مهاله سلګونه جوماتونه په بیلابیلو ولسوالیو او ولایتونو کې جوړ کړي او د یو شمیر یې رغنیزې چارې همدا مهال جریان لري.