پنجشنبه ۲۵ مرغومې ۱۳۹۹
د غوری سمنټو فابریکو ریاست د ترقي بڼ په نوم د پروژې له پلان سره سم، دا ځل د زینتي او میوه لرونکو نیالګیو د کښت ترڅنګ، د دې فابریکې شاوخوا ۱۸۰جریبه ځمکه د انجې یا هنګ بوټو د کښت لپاره په پام کې نیولې.
د دې بوټو کښت چې په دوه ډوله (تخمي او بوټې) ترسره کیږي، تیره ورځ د غوري سمنټو فابریکو د رییس، مرستیالانو، د زرغونتیا کمیټې د مسئول او اړوند څانګې د ګارګرو په حضور کې په عملي توګه پیل شو.
انجه چې يو له دوديز بوټو څخه شمیرل کیږي او تر ډېره د درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کيږي، په غرنيزو سيمو کې ښه وده کوي، نو د غوري سمنټو فابريکو شاوخوا غونډۍ ېې د کښت لپاره مناسبه ګڼل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ترقي بڼ تیر کال د چاپیریال ساتنې، د زرغون کمربند او چاپیریال د رامنځته کولو او د غوري سمنټو فابریکو د شاوخوا ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه جوړ شو؛ چې په لومړي فاز کې یې شاوخوا ۱۳۰ جریبه ځمکه په میوه لرونکو او زینتي ونو سره زرغونه شوې ده.