د قلعه فتوح بڼ تاریخي جومات چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې موقعیت لري، د بیارغونې او ترمیم چارې ېې درې ورځې وړاندې پیل شوې. دا جومات چې ۱۲.۵متره وږوالی، ۱۰متره پلنوالی لري او ټولټال ۱۲۵متره مربع مساحت لري، د سیمې د ځايي مشرانو او د کلي د ملک په وینا شاوخوا ۱۳۰ کاله لرغونتیا لري.
له دغه جومات سربیره په ۲۴جریبه ځمکه کې یو شمیر نورې ودانۍ لکه مدرسه، کور او ښوونځی، شاوخو۱۰۰ کاله وړاندې د هیواد د پخواني پادشاه امیر امان الله خان لخوا، د بخارا وروستني پاچا امیر سید عالم خان ته چې افغانستان ته مهاجر شوی وو وړکړل شوې او بښل شوې وې، چې لاهم دا بڼ د بخارا د پاچا بڼ په نوم یادیږي.
دا جومات چې د ملي پراختیا شرکت د افغانی ساختماني فرعی شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې، د۱،۹۶۵،۲۰۰ افغانیو په مالي لګښت بیارغول کیږي، د هغو ۱۲پروژو له ډلې څخه یو دی چې تړون ېې د روان کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نیټه د ملي پراختیا شرکت او د اطلاعاتو او کلتوروزارت ترمنځ لاسلیک شو.