د هېواد شمال ته د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د چارو د لیدنې لپاره د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالولي عادل او تخنیکي ټیمونو سفر وکړ او د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو یې له نږدې لیدنه وکړه او د هېواد د آبادۍ او ځان بساینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت کړنې وستایلې.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل، د قوش تېپې کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده او ا.ا.ا. ژمن دی، چې چارې يې په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه بشپړې کړي او په دې برخه کې یې د ملي پراختیا شرکت کړنې وستایلې، چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالولي عادل وویل، اوس مهال د قوش تېپې کانال چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي او ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دې پروژې چارې به په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه پرمخ بیایو.
د یادولو وړ دی، چې د دې کانال چارې اووه میاشتې مخکې د ا.ا.ا. د ملي پراختیا شرکت له لورې پيل شوې او اوس مهال د قوش تېپې کانال کې له ۲۵۵۰ څخه ډېره ماشینری په کار بوخت ده، چې له ۴۰۰۰ څخه ډېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.