پنجشنبه ۲ غویی ۱۴۰۰
د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې په دوو پوړونو کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه بشپړ شوی چې د سلهاوو تنو لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري.
د دې جومات ودانیز کارونه د جمهوري رياست دعملياتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانيز ریاست لخوا پرمخ وړل شوی دی.
د دې جومات ټولیز مساحت ۱۶۰۰مربع متره دی چې ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.