چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۳۹۹
د لوی څارنوالۍ د درې الحاقیه بلاکونو ودانیزې چارې چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي په ښه توګه پرمخ روانې دي.
دا بلاکونه چې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له لوري طرحه، ډیزاین او تمویلوېږي، او ۲۷۵ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، ودانیز کارونه به ېې څه کم دوه کاله وخت ونیسي خو د ملي پراختیا شرکت ژمن دی چې د ودانیزو معیارونو په پام کې نیولو سره ېې هر څه ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
دې عدلي بنسټ لپاره ددې اداري کمپلکس جوړیدل او درلودل خورا اړین بلل کیږي چې له جوړیدو سره به په اداري امکاناتو او تجهیزاتو سمبال شي او تر ډير بریده به اړونده اداري کارونه په آسانتیا سره ترسره شي.
دمګړۍ دیادو ودانیو په بیلابیلو برخو او پوړونو کې مختلفه ودانیزې او تخنیکي چارې روانې دي چې لسهاوو تنه پکې په کار بوخت دي.