شنبه ۱۹ تله ۱۳۹۹
نن د لوی څارنوالۍ د کنفرانسونو تالار پرانیست غونډه کې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش او ددې شرکت د افغاني ودانیزې دستګاه رییس انجنیر اسامه مبشر د ارزښتناکه او نه ستړېکیدونکو هڅو څخه د قدردانۍ په موخه، د لوی څارنوالۍ لخوا ورته ستاینلیکونه ډالۍ شول.
په دې مراسمو کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دوهم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش او ډير شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو شتون درلود، د هیواد د آبادۍ او ودانولو په برخه د هڅو په خاطر د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایو مشر عبدالرحمن عطاش ته د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي لخوا ستاینلیک ډالۍ شو.
د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیزه دستګاه چې د لوی څارنوالۍ د الحاقیه ودانیو جوړولو پروژې مسؤلیت په غاړه لري او عملي چارې ېې د روان کال د چنګاښ په ۲۴نیټه پیل شوي او تر دې دمه یې د پام وړ پرمختګ کړی، د ښې کارګردګۍ له امله ېې رییس انجنیر اسامه مبشر ته هم د لوی څارنوالۍ لخوا ستاینلیک ورکړل شو.
د یادونې وړ ده د ملي پراختیا شرکت په راتګ او جوړیدو سره چې هیواد کې د دولتي تصدیو د چارو د همغږۍ، کاري سمون، چټکتیا او پراختیا په موخه رامنځته شو؛ د هیواد په کچه په لسهاوو لوی او سلهاوو کوچېنۍ ودانیزې او پراختیايي پروژې تر لاس او کار لاندې لري چې زرهاوو تنه پکې په کار بوخت دي او ولس ورڅخه خوښ ښکاري.