پنجشنه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د یو محراب جامع جومات جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه جومات چې پر۷۸۰ مترمربع مساحت ځمکه باندې په دوو پوړونو کې جوړ شوی په یو وخت کې د۵۵۰ تنه لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري.
د مرورې جامع جومات د ملي پراختیا شرکت د بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړ شوی چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي اداري لخوا ورکړل شوي دي.
دا جومات په داسي حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې د ملي پراختیا شرکت له لورې په ټول افغانستان کې د سلګونو محرابه جوماتونو جوړاو یو شمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.