دوشنبه ۱ وږی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت اجرایيوي مشر عبدالرحمن عطاش د ودانیزو پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل ددې شرکت د کمپلکس ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د ملي پراختیا شرکت کمپلکس ودانیزه پروژه مهمه وبلله او لارښونه يې وکړه چې په چارو کې دقت، سرعت او کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي په دې وروستو کې په بیلابیلو ولایتونو کې له پروژه څخه دليدنو لړۍ پيل کړې ده.