یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال په توګه پردنده وګمارل شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه پکې د ملي پراختیا شرکت مالي اواداري مرستیال ضیاءالله شفیق، د تولید او تجارتي چارو د همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي، د دفتر رییس رفیع الله عزیزي او د دې شرکت بیلابیلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کې ضیاءالله شفیق د ښاغلي خلیق ګمارنه پرځای ګام وباله وې ویل « کوم باور چې په ښاغلي خلیق باندې شوی پرځای اوددې شرکت د موخو په ترلاسه کولو کې به د پام وړ بدلون رامنځته کړي».
دچارو دهمغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي هم، ښاغلي خلیق ته دمبارکۍ ترڅنګ هغه یو پیاوړی مدیر یاد کړ او د ملي پراختیا شرکت کې یې د داسې کاد رونو ګمارنه یوه اړتیا وبلله.
په پای کې سید نسیم خلیق له ولسمشر او د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ؛ نوموړي ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده به په بشپړې رښتینولۍ او ایماندارۍ ترسره کړي او د ملي پراختیا شرکت موخو ته د رسیدو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
سید نسیم خلیق د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې لري او له بیلابیلو مدیریتي تجربو څخه برخمن ده. هغه له دې مخکې د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت څانګې رییس، د بنایی ودانیز ریاست رییس اودغه رازد ښارجوړونې وزارت د ودانیزو چارو د معین په توګه دنده ترسره کړې.