چهار شنبه ۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د تدارکاتو ریاست، دې شرکت پورې د اړوند تصدیو تدارکاتي کارکوونکو ته، په تدارکاتي برخو کې د وړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ په لار واچوه.
دا ورکشاپ کې چې نن د ملي پراختیا شرکت په تالار کې ددې شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق، دفتر رییس وحیدالله رحمدل او د شرکت د تدارکاتي څانګو د مسئولینو او کارکوونکو په ګډون سره پرانیستل شو؛ پکې د بنايي، افغاني، کور جوړونې، هلمند او ارزاقو تصدیو نږدې ۲۰ تنو تدارکاتي کارمندانو برخه اخیستې.
په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته لکه د مالي، جنسي محاسبې او اړوند اسنادو د پروسس او پروژو د پروسې طی کولو او ترسره کولو په تړاو روزنه ورکړل شي، چې وبه شي کولی د تدارکاتي پروسې د چټکتیا او رڼښت به برخه کې ګټور تمام شي.