چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۳۹۹
د آسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له لورې د هیواد په لسو ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه لس روغتونونه ودانیږي.
په دې تړاو نن مازیګر د وږې میاشتې په ۱۲مه نیټه د ولسمشرۍ په چهار چنار ماڼۍ کې، د هیواد د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني او مرستیالانو په حضور کې، چې د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مشر احمد وفي امین، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ډاکټر ضیاءالله شفیق، د تولیداتو د انسجام او پراختیا رییس وحیدالله رحمدل او د نورو اړونده ادارو مسئولینو هم برخه درلوده؛ د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې د رييس انجنیر میرویس ارغندیوال او د عامې روغتیا وزارت د سرپرست احمد جواد عثماني ترمنځ تړون لاسلیک شو.
د تړون له لاسلیک وروسته د هیواد ولسمشر دا یوه تاریخي ورځ وبلله چې په لمړي ځل یو نړیوال معتبره بنسټ له یو دولتي شرکت سره تړون کوي چې پکې رڼښت، کاري چټکتیا او مدیریت په پام کې نیول شوی.
دا روغتونونه چې د وړاندې جوړو شوو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې په هلمند، ارزګان، زابل، پکتیا، دایکندي، سمنګان، غور، بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې جوړیږي او له کویډ ۱۹ویروس یا کرونا ناروغۍ سره د مبارزې، تشخیص او درملنې په موخه به ورڅخه استفاده وشي، ودانیزې کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوادپرمخ وړل کیږي چې شاوخوا ۵میاشتې وخت به ونیسي.
د کوید ۱۹(کرونا) وژونکې او ټول شموله ناروغۍ چې ټوله نړۍ کې د میلیونونو خلکو ژوند له سخت خطر سره مخ کړی او د زرګونو کسانو د مرګ لامل شوې، لمړۍ څپه ېې په افغانستان کې کنټرول کړل شوه او حکومت د دې خطرناکه ویروس د ګواښونو په درکولو سره په جدي توګه لاس په کار شوی څو په احتیاطي ډول ېې د دوهمې څپې د راتلو لپاره وقایوي چمتوالی ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت ددې ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او مبارزې په موخه په کابل، هرات، نیمروز، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې له وړاندې جوړو شوو ودانیزو قطعو څخه په استفادې څو مجهز روغتونونه جوړ کړي چې ځینې ېې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.