پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د خصوصي همکارو شرکتونو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدنې په موخه نن د دې شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ضیاءالله شفیق په مشرۍ ناسته ترسره کړه.
د ستونزو د حل، وړاندیزونو او شکایتونو ته د رسیدنې په دې غونډه کې، چې د ښاغلي ضیاءالله شفیق ترڅنګ، اړوندو مسئولینو او د یو شمیر همکارو شرکتونو استازو په کې برخه اخیستې وه؛ د وړاندیزونو او شکایاتو د حل په موخه ټاکل شوي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې هر څه ژر لاس په کار شي او ستونزو ته رسیدنه وکړي.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال د همکارو شرکتونو د استازو د وړاندیزونو او ستونزو له اوریدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به ېې په وخت حل او رغنده وړاندیزونه به ېې اوریدل او پلې کیږي.
ددې غونډې په پای کې د مسئولو څانګو آمرینو ته دنده وسپارل شوه، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د همکارو شرکتونو ټولو شکایتونو ته رسیدنه او ستونزې ېې حل کړي.